۰

طالبانو له خپلو لیکو دوه سوه نامطلوب کسان ایستلی دي

یکشنبه ۱۶ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۸
د افغانستان د اسلامي امارت سرچینې وايي، د دوی له لیکو د تصفیې کمېسیون چارې په چټکۍ پر مخ روانې دي او تر اوسه پورې ۲۰۰ نامطلوب کسان د طالبانو له لیکو ایستل شوي دي.
طالبانو له خپلو لیکو دوه سوه نامطلوب کسان ایستلی دي
د افغانستان د اسلامي امارت سرچینې وايي، د دوی له لیکو د تصفیې کمېسیون چارې په چټکۍ پر مخ روانې دي او تر اوسه پورې ۲۰۰ نامطلوب کسان د طالبانو له لیکو ایستل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سرچینو زیاته کړې، چې په دې اړه دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او استخباراتو ریاست له خوا ګمارل شوي پلاوي خپل کار پراخ کړی دی.

د طالبانو سرچینې رسنیو ته ویلي، چې دغه پلاوی ولایتونو ته هم سفرونه کړي او د تصفیې چارې یې نورې هم ګړندۍ کړې دي.

په ورته وخت کې د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي ویلي، ګمارل شوي کمېسیون تر اوسه ۲۰۰ کسان د طالبانو له لیکو ایستلي او څېړنې ترې روانې دي.

د طالبانو چارواکو ویلي، هدف دا دی چې د طالبانو له لیکو هغه کسان وایستل شي چې د طالبانو له اصولو سرغړونه کوي، په اداري فساد او نورو جرمونو کې دخیل دي.

څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله طالب جنګياليو ته خبرداری ورکړی، چې خپلو لیکو ته متوجه وي، ځکه نا څرګند وسله وال يې لیکو ته ګډ شوي او د دوی د اصولو خلاف کارونه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي