ریکشا چلوونکو ته د طالبانو خبرداری: له موږ پرته نور وسله وال مه لېږدوی

16 عقرب 1400 ساعت 9:05

ننګرهار کې ځايي چارواکو ټولو رېکشا چلوونکو ته خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته دې له طالبانو له غړو پرته نور وسله وال کسان نه لېږدوی.


ننګرهار کې ځايي چارواکو ټولو رېکشا چلوونکو ته خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته دې له طالبانو له غړو پرته نور وسله وال کسان نه لېږدوی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایتي ادارې پرون شنبې د لړم ۱۵ مه په یوه خبرپاڼه کې له ولسونو هم هیله کړې، چې په ریکشاګانو کې د وسله والو کسانو په لیدو سره امنیتي مسوولانو ته خبر ورکړي.

دا اطلاعیه داسې مهال خپرېږي چې په ننګرهار ولایت کې د هدفي وژنو زیاتېدو اندېښنې پارولي دي.

په ځینو مواردو کې وسله والو کسانو له ریکشاګانو په استفاده د طالبانو پر غړو بریدونه کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144372

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144372/

جمهور
  https://www.jomhornews.com