د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع د علماو شورا له غړي استاد محمد اکبري سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اسلامي امارت عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د ښاغلي مولوي کبیر او استاد اکبري لیدنه پرون شنبې د لړم ۱۵ مه شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، په دغه لیدنه کې د اسلامي امارت او اهل تشیع هېوادوالو پر دوستي، همسویي او همغږي او همدارنګه د قومونو پرزیات یووالي ټینګار وشو.
ښاغلي مجاهد په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
د یادونې ده، دا څوم ځل دی، چې طالب چارواکي د اهل تشیع د علماو شورا او د دغه شورا له غړو سره ګوري.
جمهورخبري آژانس:کابل