د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د افغانستان په اړه خبرې کړې وایي، دوی په افغانستان کې د هغه ډلې کسانو ته تسلیم شول، چې وسلې یې نه درلودې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ پرون جمعه د لړم ۱۴ مه د امریکا د ۲۰۲۰ جنجالي ولسمشریزه ټاکنو د کلیزې په تړاو خبرو کې ویلي، چې له افغانستان د امریکا وتل ډېر شرموونکی کار وو.
ټرمپ زیاته کړې«دا ان وتل نه و، بلکې تسلیمي وه او د تسلیمي هم د هغه کسانو په وړاندې چې ان وسلې یې نه درلودې، ۸۵ میلیارډ ډالر او ۱۳ سرتېري مو له لاسه ورکړل او دېری سخت ټپیان شول.»
دغه راز ټرامپ د امریکا د تېر کال تر ولسمشریزه ټاکنو وروسته پېښې ډې بدې توصیف کړې او ویې ویل، چې د امریکا ځواک په نړۍ کې ډېر ټیټې کچې ته ورسېده.
هغه ویلي«زموږ د هېواد په تاریخ کې موږ په دومره ټیټه نقطه کې نه و، لکه نن چې یو.»
ټرمپ دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا اوسني ولسمشر جوبایډن او ادارې یې ویلي، چې دوی د افغانستان په اړه د ټرمپ د دوحې تړون د عملي کولو پرته بله لار نه درلوده.
جمهورخبري آژانس:کابل