امریکايي استازي طالبانو ته!

د نجونو ښوونځیو پرانستلو ته شرایط  مه وړاندې کوۍ

12 عقرب 1400 ساعت 8:17

د امریکا د استازو جرګې یو شمېر غړو د افغانستان له نوي حکومته غوښتي، چې د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو لپاره دې شرایط نه وړاندې کوي.


د امریکا د استازو جرګې یو شمېر غړو د افغانستان له نوي حکومته غوښتي، چې د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو لپاره دې شرایط نه وړاندې کوي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه استازو په تازه څرګندونو کې ټينګار کړي، چې په افغانستان کې باید بشري حقونو ته درناوی وشي او اجازه ورکړل شي، چې نجونې ښوونځیو ته ولاړ شې او زده کړو ته ادامه ورکړي.

د امریکا د استازو جرګې غړي دبي دنګل وايي، افغان نجونې حق لري چې زده کړې وکړي او طا لبان دې په دې برخه کې مخکیني شرطونه نه وړاندې کوي.

امریکا تر دې وړاندې هم دغه ډول غوښتنې کړې دي، خو دلته د نوي حکومت چارواکي وایي چې دوی د نجونو ښوونځي په بشپړه توګه نه دي تړلي، بلکې په تدریجي توګه به شرایط ورته برابرېږي او ښوونځي به پرانیزي.

په ورته وخت کې رویټر خبري آژانس راپورو ورکړ، چې د نجونو د ښوونځیو په اړه ښه خبرونه پر لاره دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144256

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144256/

جمهور
  https://www.jomhornews.com