راپورونه وايي، د بلوچستان ایالت په پنجګور سیمه کې پر پاکستاني ځواکونو چاودنه شوې او پنځو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بلوچستان پولیس وايي، چاودنه هغه مهال شوې، چې د اېف سي ځواکونو یو موټر له سیمې د ترېدو په حال کې وو.
د دوی په وینا په دغه چاودنه کې دوه عسکر وژل شوي او درې نور سخت ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی، خو له دې وړاندې د ورته ډېرو پېښو مسوولیت بلوڅ آزادي غوښتونکي غورځنګ اخیست.
جمهورخبري آژانس:کابل