تاجکستان او چین افغان پولې ته څېرمه پوځي تمرینات پیلوي

10 عقرب 1400 ساعت 9:26

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې له چین سره به په ګډه د افغانستان پولې ته څېرمه پوځي تمرینات پیل کړي.


د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې له چین سره به په ګډه د افغانستان پولې ته څېرمه پوځي تمرینات پیل کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی د چین د عمومي امنیت له وزارت سره د شوې هوکړې له مخې د دغه ګډو پوځي مانور لپاره چمتوالی روان دی.

د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه پوځي تمرینات به د تاجکستان بدخشان ولایت کې افغان پولې ته څېرمه د ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه تر سره شي.

په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي، چې پوځي تمرینات به کله پیل شي، خو زیاته کړې یې ده، چې چمتوالی ورته روان دی او لګښت یې د چین دولت ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 144180

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144180/

جمهور
  https://www.jomhornews.com