د یونان ساحلي ګارد ۴۰۰ افغان کډوال ژغورلي دي

9 عقرب 1400 ساعت 10:49

د یونان ساحلي ګارد اعلان کړي، چې دوی یوه باروړونکې بېړۍ چې ۴۰۰ افغان کډوال په کې و د یونان سمندر کې ژغورلې ده.


د یونان ساحلي ګارد اعلان کړي، چې دوی یوه باروړونکې بېړۍ چې ۴۰۰ افغان کډوال په کې و د یونان سمندر کې ژغورلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یونان ساحلي ګارد په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وايي، د افغان کډوالو دغه کښتۍ ته یې د یونان په جزیره کې د سمندر څنډې ته کړې ده.

د یونان د ساحلي ګارد ویاند استوشټېډ پرس خبري آژانس ته زیاته کړې، نه شي کولی د دغه کښتۍ د لنګر دقیق ځای په ګوته کړي.

نوموړي دا هم ویلي نه پوهېږي، چې د ساحلي ګارد قوماندان به له دغه کډوالو سره څه وکړي.

د یادونې ده، چې افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدو سره سم په سلګونه زره افغانانو له هېواده وتلو او اروپايي هېوادو ته د تللو لپاره وتلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 144144

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144144/

جمهور
  https://www.jomhornews.com