د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان وايي، په افغانستان او سیمه کې د اوسني بحران لامل د زورواکو هېوادونو مداخله ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالهیان دغه څرګندونې نن چهارشنبې د لړم ۵ مه تهران کې د افغانستان په اړه د سیمې د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وکړې.
عبدالهیان په دغه غونډه کې ټینګار وکړ، چې په افغانستان او سیمه کې د رامنځ ته شویو بحرانونو او ستونزو ستر لامل د زبرځواکونو هېوادونو مداخلې دي.
نوموړي و ویل، امریکا شل کاله وړاندې له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم پر افغانستان یرغل وکړ او په دغه هېواد کې یې د شل کلن حضور پایله د ترهګرۍ، بې ثباتې، جنګ او ناامنیو پرته بله هېڅ نه وه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، هیله لري چې جوړه شوې ناسته په افغانستان کې د ثبات له راتګ سره مرسته وکړي.
نوموړي ټینګار کړی دی چې د سیمې هېوادونه په ګډو هڅو سره کولی شي نه یوازې افغانستان بلکې ټوله سیمه له شته ستونزو څخه وباسي.
جمهورخبري آژانس:کابل