۰
ملا محمد یعقوب مجاهد:

افغان پانګوال دې د روغتیا په برخه کې پانګونه وکړي

چهارشنبه ۵ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۵۳
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب چې په لومړي ځل په رسنیو راڅرګند شو پر ټولو پانګوالو غږ وکړ، چې د روغتیا په برخه کې پانګونه وکړي.
افغان پانګوال دې د روغتیا په برخه کې پانګونه وکړي
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب چې په لومړي ځل په رسنیو راڅرګند شو پر ټولو پانګوالو غږ وکړ، چې د روغتیا په برخه کې پانګونه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي یعقوب مجاهد دغه څرګندونې نن چهارشنبې د لړم ۵ مه د شهید سردار داوود خان په روغتون کې د یوې غوندې پر مهال وکړې.

نوموړي زیاته کړه، چې افغان پانګوال دې په خپل هېواد کې د روغتیا په برخه کې پانګونه وکړي او په وینا یې که دا کار وکړي، نو تمه شته، چې افغانان تر یوه یا دوه کالونو پورې په دې برخه کې پر ځان بسیا شي.

ښاغلي مجاهد ټینګار وکړ، چې که پانګوال د روغتیا په برخه کې پانګونه وکړي، نو افغانان به ګاونډیو او یا نورو هېوادونو ته د درمنلې لپاره لاړ نه شي.

د دفاع وزارت سرپرست یو ځل بیا پر ټولو پانګوالو او ډاکترانو غږ وکړ، چې خپل هېواد ته راشي، کار وکړي او ډاډ یې ورکړ، چې دی په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د یادونې ده دا لومړی ځل دی، چې د اسلامي امارت د بنسټ اېښودونکي مرحوم ملا محمد عمر مجاهد زوی ملا محمد یعقوب مجاهد په رسنیو راڅرګندېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي