۰

بایډن ایټالیا ته ځي، د جي ۲۰ هېوادو په غونده کې ګډون کوي

چهارشنبه ۵ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۵۲
ټاکل شوې د امریکا ولسمشر جوبایډن روان اوونۍ د جي شل هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره ایټالیا ته ولاړ شي.
بایډن ایټالیا ته ځي، د جي ۲۰ هېوادو په غونده کې ګډون کوي
ټاکل شوې د امریکا ولسمشر جوبایډن روان اوونۍ د جي شل هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره ایټالیا ته ولاړ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بایډن د ملي امنیت سلاکار جک سلوان وايي، غونده په ایټالیا کې جوړېږي او د نړۍ مشران به د انرژۍ د قیمت، د ایران د اټومي پروګرام او یو شمېر نورو مسایلو په اړه خبرې اترې ولري.

جک سلوان ولسمشر جوبایډن به په خپل دې سفر کې هڅه وکړي چې په ټوله نړۍ کې ګمرکي تعرفې حد اقل ته ورسیږي.

که څه هم سلوان د بایډن د تګ کره نېټه نه ده ښودلې خو رویټرز ویلي، نوموړی به سبا پنشنبې د لړم ۶ مه ایټالیا ته سفر وکړي او د جي شل تر غوندې مخکې به د نړۍ د کاتولیکانو د رهبر پاپ فرانسس سره وګوري.
 
بایډن به د جي شل له غونډې وروسته، د سکاټلنډ ګلاسکو ښار ته سفر وکړي او د ملګرو ملتونو د سازمان د اقلیمي بدلونونو په کنفرانس کې ګډون وکړي.

سلوان ویلي، امریکا او اروپا دې غونډې ته ژمن دي خو د چین ولسمشر شي جینپینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به په دې غونډه کې په حضوري شکل ګډون ونه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي