د افغانستان د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر دین محمد حینف د نارویژي چارواکو سره کتلي او ناروې له افغانستان سره د بشري مرستو ژمنه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اسلامي امارت د قطر سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ په یوه ټوېټر کې ویلي، چې ښاغلي حینف د ناورې له سفیر سره کتلي دي.
دی وايي، په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او نورو اړوندو مسایلو خبرې شوې دي.
د ښاغلي نعیم په وینا دواړو لورو ټینګار کړی دی چې په خپلو کې به د اړیکو د پراختیا او بشري مرستو لپاره همکارۍ ډېروي.
دی وايي، ناروې ویلي چې له افغانستان سره بشري مرستو ته ادامه ورکوي او همدا راز ټینګار کوي د اقتصادي مسایلو په برخه کې هم له افغانستان سره همکار دي.
جمهورخبري آژانس:کابل