۰

د افغانستان او تاجکستان تر منځ سوداګري کابو ۸۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې

چهارشنبه ۵ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۲۵
د تاجکستان د سوداګرۍ برخې چارواکي وایي، چې روان کال یې له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده.
د افغانستان او تاجکستان تر منځ سوداګري کابو ۸۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې
د تاجکستان د سوداګرۍ برخې چارواکي وایي، چې روان کال یې له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه چارواکو په وینا روان کال د افغانستان او تاجکستان تر منځ دوه اړخیزه سوداګري ۷۶.۷ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده، چې د تېر کال په پرتله لوړوالی ښيي.

د تاجک چارواکو په خبره د تېر کال په پرتله د سوداګرۍ په کچه کې شاوخوا ۳۵ سلنه لوړوالی راغلی دی.

دوی وايي په افغانستان کې له وروستیو تحولاتو سره سوداګري یو څه زیانمنه شوې ده، خو تمه لري چې دغه لړۍ لنډمهالې وي او بېرته په سیمه کې سوداګري وده وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي