۰
امریکايي سناتور:

د ولسمشر بایډن بې کفایتۍ افغانستان کې فاجعه جوړه کړه

سی شنبه ۴ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۸
د امریکا د سنا مجلس مخکښ سناتور لیندسي ګراهام د امریکا پر ولسمشر سختې نیوکې کړې او هغه یې د افغانستان په برخه کې په بې کفایتۍ تورن کړی دی.
د ولسمشر بایډن بې کفایتۍ افغانستان کې فاجعه جوړه کړه
د امریکا د سنا مجلس مخکښ سناتور لیندسي ګراهام د امریکا پر ولسمشر سختې نیوکې کړې او هغه یې د افغانستان په برخه کې په بې کفایتۍ تورن کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګراهام په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې د بایډن د بې کفایتۍ له کبله په افغانستان کې د نړۍ په کچه ستر ناورین رامنځ ته کېدلی شي.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي«په افغانستان کې د وضعیت د ناسم مدیریت له امله بشري ناورین د رامنځ ته کېدو په حال کې دی او که بې پروايي وشي په دغه هېواد کې به په اوس وخت کې د نړۍ په کچه تر ټولو ستره فاجعه رامنځ ته شي.»

سناتور ګراهام د افغانستان د وضعیت او سولې مذاکراتو په تړاو بايډن د امریکا تر ټولو بې کفایته ولسمشر بللی وايي، په خپل عمر کې یې په امریکا کې دومره بې کفایته ولسمشر نه دی تېر شوی.

نوموړي ټینګار کړي، چې بايډن د سرتېرو وتل مدیریت نه شوی کړی، خپل متحدین یې و نه شوی ایستلی، لا هم لسګونه امریکایان په افغانستان کې دي او د دې هرې بدې پېښې پړه د بایډن پر بې کفایتۍ ده.

دغه امریکايي سناتور وايي، اوس د دې وخت دی چې تر هر څه وړاندې له افغانستان سره پر بشري مرستو تمرکز وشي او په دغه هېواد کې د خلکو ژوند له لوږې او سختۍ وژغورل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني وزیر مایک پمپیو هم یو ځل بیا پر بایډن د افغانستان په اړه نیوکې کړې او د افغانانو پر وړاندې د امریکايي حکومت چوپتیا د زغم وړ نه ده.

پمپیو چې د دوحې په مذاکراتو کې پراخ او مهم رول درلود وايي، د امریکا اوسنی حکومت په افغانستان کې پر روان وضعیت او له دغه هېواد د مستحقو کسانو د ایستلو او د دوی د ځای پر ځای کولو په برخه کې پټه خوله دی.

نوموړي د نورو پخوانیو امریکایي چارواکو په څېر د بایډن حکومت په بې کفایتۍ تورن کړی دی او ټینګار یې کړي، چې بایډن د امریکا د ولسمشر په توګه د افغانستان د وضعیت پر وړاندې مسوول دی او باید خپل غږ اوچت کړي.

مایک پمپیو وايي، امریکایان د وضاحت غوښتونکي دي نو بايډن دې د وېرې له پردو راووځي او امریکايي ولس ته دې د خپلو تېروتنو په اړه وضاحت ورکړي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د ټرمپ د حکومت ګڼو نورو چارواکو هم بايډن په بې کفایتۍ، بې پروایۍ او ناکامۍ تورن کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي