۰
ملګري ملتونه:

افغان مېرمنو ته باید د کار او زده کړو زمینه برابره شي

سی شنبه ۴ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۳
ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې ښځو او نجونو ته د زده کړو او کار د زمینې پر برابرولو ټینګار کړی دی.
افغان مېرمنو ته باید د کار او زده کړو زمینه برابره شي
ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې ښځو او نجونو ته د زده کړو او کار د زمینې پر برابرولو ټینګار کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز د هېواد له بېلابېلو ولایتونو له راغلو مېرمنو سره کتنه کې کړې دي.

په دې لیدنه کې دواړو لورو په هېواد کې پر روان وضعیت، د مېرمنو پر حقونو او نورو اړوندو مسایلو خبرې کړې دي.

ملګرو ملتونو مېرمنو ته ډاډ ورکړی، چې په هېواد کې به د نجونو د زده کړو او تحصیل د ادامې لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

لاینز ډاډ ورکړی چې دوی په افغانستان کې د مېرمنو له تحصیلي او تعلیمي برخو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او په دې لټه کې دي چې د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې په بشپړه توګه د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

 دوی ټینګار کړی چې زده کړې او تعلیم د نجونو حق دی او باید ورکړل شي.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم ویلي چې په افغانستان کې به د ښځينه وو د حقونو د خوندیتوب لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي