د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، مسکو له افغانستان سره بشردوستانه مرستې کوي او ډېر ژر به یې دغه هېواد ته واستوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابلوف زیاته کړې، چې د روسیې د دفاع او روغتیا وزارتونه له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په چمتو کولو بوخت دي.
که څه هم نوموړي د دغه مرستو د لېږد نېټه نه ده په ګوته کړې، خو ټینګار یې کړی، چې د روسیې دفاع او روغتیايي خداماتو وزارتونه د لېږد د الوتکو پر چمتو کولو بوخت دي او په دې برخه کې چټک کار روان دی.
دغه روسي دیپلومات زیاته کړې، چېد روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په سپارښتنه له افغانانو سره د بېړنیو بشردوستانه مرستو د تیاري عملیات روان دي.
جمهورخبري آژانس:کابل