۰

په نړیوال جام کې د نبي ژړا او کرکټ ټیم بریا ته غبرګونونه

سی شنبه ۴ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۲
د ۲۰۲۱ کال د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې د افغان لوبډل مشر ژړا او په لوبه کې د افغانستان د ملي لوبډلې لومړۍ بریا په خواله رسنیو غبرګونونه راپارولي دي.
په نړیوال جام کې د نبي ژړا او کرکټ ټیم بریا ته غبرګونونه
د ۲۰۲۱ کال د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې د افغان لوبډل مشر ژړا او په لوبه کې د افغانستان د ملي لوبډلې لومړۍ بریا په خواله رسنیو غبرګونونه راپارولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان ملي لوبډلې د ۲۰۲۱ نړیوال شل اوریز کرکټ جام په لومړی لوبه کې په خپل ګروپ کې له سکاټلېنډ سره پرون ماښام لوبه وکړه او په یوه لوی توپیر سره یې دا لوبه ترې وګټله.

افغانستان ۱۹۱ منډې هدف سکاټلېنډي لوبډلې ته ورکړی و، خو هغوی به ۱۱ اور کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او یوازې ۶۰ منډې یې کړې وې، چې په دې سره افغان لوبډلې ترې دا لوبه د ۱۳۱ منډو په توپیر وګټله.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم بریا په خواله رسنیو د عامو خلکو د خوښیو تر څنګ د ګڼو سیاسیونو غبرګونه هم راپارولي او ملي ټیم او افغان ولس ته یې مبارکي ورکړې.

د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني په خپل ټوېټر پاڼه د لوبې د غوره لوبغاړي مجیب الرحمن د انځور په خپرولو سره افغان لوبډلې او ولس ته مبارکي ورکړې ده.

ښاغلي غني لیکلي« ټول افغان عظيم ولس ته دې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د سکاټلنډ پر وړاندې زموږ د کرکټ د ملي ټيم د اتلانو، بری مبارک وي! دوی نن د يو ستر غمځپلي ملت په شونډو موسکا راوسته او د ټولو په زړونو کې يې نوې هيلې وټوکولې چې دا ملت ژوندی دی او هيڅوک يې يرغمل نشي ساتلی!»

د ښاغلي غني تر څنګ پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د کرکټ ملي لوبډله ستایلې او د دوی تر څنګ یې افغان ولس ته د دې سترې بریا مبارکي ورکړې ده.

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په خپل ټوېټر پاڼه دا بری ستایلی او د ملي لوبډلې تر څنګ یې افغان ولس ته مبارکي ویلې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتن هم د افغان ملي لوبډلې بریا ستایلې او ټول افغان ولس ته یې مبارکي ورکړې ده.

د لوبې په پیل کې د ملي سرود غږولو او ملي بیرغ رپېدو پر مهال د افغان لوبډلې د لوبډل مشر محمد نبي ژرا هم د خلکو غبرګونونه راپارولي دي او د هغه دا وطني احساس یې ستایلی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ غړي او د پاکستان د مشرانو جرګې غړي محسن داوړ د محمد نبي د ژړا انځور سره لیکلي«زړه ماتونکی دی چې افغان کپتان د ملي سرود اوریدو پر وخت په ژړا ولیدل شي. زیات وخت کیږي چې افغانستان د نړیوالو قوتونو د جګړې میدان دی. د نړیوال وجدان پیدا کېدو ته دعا کوم چې بشریت او غمشریکي د قدرت او حرص نه پورته وبولي.»

د افغان ملي لوبډلې مشهور توپ اچوونکي او د دغه لوبې غوره لوبغاړي مجیب الرحمن بیا د جایزې اخیستلو پر مهال و ویل، چې د نندارچیانو له خوا د درې رنګه ملي بیرغ رپېدا نه یوازې ده ته بلکې ټول ټيم ته انرژي ورکوله او همدا و، چې دوی په هېوادنۍ مینې سره دا لوبه وګټله.

باید و ویل شي، چې افغانستان د راتلونکې جمعې په ورځ چې د لړم ۷ مه کېږي له پاکستان سره خپله دویمه لوبه تر سره کوي، چې خورا حساسه به وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي