راپورونه وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو ننګرهار ولایت کې یو دیني عالم سعیدالله سهیل په ډزو وژلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن دوشنبې د لړم ۳ مه د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د اسلامي امارت ځايي مطبوعاتي مسوولین تاییدوي، چې د بهسودو ولسوالۍ د مقام خان جامع جومات ملا امام سعیداالله سهیل د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
دوی ټینګار کړی، چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې او هڅه کوي، چې عاملین یې پیدا او د عدالت منګولو ته یې وسپاري.
تر اوسه د دغه قتل مسوولیت چا نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې نن په جلال آباد ښار کې د طالبانو په رنجر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې یو ملکي وګړی او یو طالب سرتېری ټپیان شوي دي.
د دغه پېښې مسوولیت هم تر اوسه چا یا کومې ډلې نه دی اخیستی خو تر دې وړاندې د ورته پېښو مسوولیت داعش وسله والو اخیستی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل