۰
یو ډله افغان قاضیان:

امنیت مو خوندي نه دی، طالبانو زموږ پر ځای د لږ زدکړو لرونکي کسان ګمارلي

یکشنبه ۲ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۹
یوه ډله افغان قاضیانو په یوه لیک کې د خپل امنیت په اړه جدي اندېښنه ښودلې او ادعا یې کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت د دوی پر ځای داسې کسان په دندو ګمارلي، چې زده کړې یې کمې دي او کاري تجربه نه لري.
امنیت مو خوندي نه دی، طالبانو زموږ پر ځای د لږ زدکړو لرونکي کسان ګمارلي
یوه ډله افغان قاضیانو په یوه لیک کې د خپل امنیت په اړه جدي اندېښنه ښودلې او ادعا یې کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت د دوی پر ځای داسې کسان په دندو ګمارلي، چې زده کړې یې کمې دي او کاري تجربه نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه لیک چې تر رسنیو رسېدلی ویل شوي، چې اکثریت قضایان د امنیتي وېرې له امله پټ ګرځي او ګڼ شمېر په کور کېنول شوي دي.

دوی وايي، دا لیک د دوه زره قاضیانو په استازیتوب چمتو شوی او د بشري حقونو د ملاتړو هېوادونو، اسلامي هېوادونو د مشرانو او د نړیوالې ټولنې په نوم لیکل شوی دی.

په لیک کې له دې مشرانو غوښتل شوي چې پر طالبانو فشار راوړي چې د قاضیانو د خوندیتوب ډاډ ورکړي او دوی خپلو دندو ته وروګرځي او یا دا چې د کډوالو په توګه ومنل شي.

په لیک کې ویل شوي چې پر کابل د طالبانو له واکمنۍ سره دوی له دندې ګوښي کړل شوي او د طالبانو د حکومت له خوا داسې کسان پر دندو ګومارل شوي چې د قضا په برخه کې تجربه نه لري.

دغو قاضیانو ویلي چې په تېرو دوه میاشتو کې د قاضیانو د وژنې او ځورولو څو پېښې رامنځته شوي.

د دوی په وینا دا وژنې ښيي، چې د طالبانو ځیني خپل سري وسله وال او القاعده پورې اړونده کسان چې له زندانونو خوشي شوی له دوی د غچ اخيستو په لټه کې دي.

خو د طالبانو په حکومت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د قاضیانو د منفک کولو خبره رد کړې ده.

مجاهد ویلي، هغه قاضیان به دندو ته را وغوښتل شي چې په تېر کې یې سم کار کړی وي، رشوت يې نه وي خوړلی او سمې پرېکړې يې کړې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي