۰

پاکستان: امریکا ته د خپلې خاورې د کارولو اجازه نه ورکوو

یکشنبه ۲ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۶
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی به امریکا ته د خپلې خاورې د کارولو اجازه ور نه کړي.
پاکستان: امریکا ته د خپلې خاورې د کارولو اجازه نه ورکوو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی به امریکا ته د خپلې خاورې د کارولو اجازه ور نه کړي.

د جمهور خبري آژانس خبر له مخې دغه وزارت هغه راپورونه هم بې بنسټه بللي، چې ګواکي پاکستان په افغانستان کې د هوايي بریدونو لپاره خپل هوايي حریم امریکا ته په واک کې ورکړی دی.

سرچینې زیاته کړې، دوی په دې اړه پرېکړه کړې ده او هغه دا چې له امریکا سره په دې برخه کې همکاري نه کوي.

پاکستان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په تېره شل کلنه جګړه کې د امریکا سترې نظامي الوتکې لکه بي ۵۲ ددغه هېواد له حریم تېرېدلې او بیا یې په افغانستان کې هوایي بریدونه کول.

امریکايي چارواکو هم ویلي چې د دغه هېواد د هوایي حریم د کارولو لپاره له پاکستان سره هوکړې ته نږدې شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي