۰

 ذبیح الله مجاهد: د مخابراتي شبکو نرخونه به راټیټ کړو

دوشنبه ۲۶ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۰۱
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي، دوی په دې لټه کې دي، چې د تلېفوني مکالماتو نرخونه راټیټ کړي.
 ذبیح الله مجاهد: د مخابراتي شبکو نرخونه به راټیټ کړو
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي، دوی په دې لټه کې دي، چې د تلېفوني مکالماتو نرخونه راټیټ کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مجاهد په تازه څرګندونو کې ویلي، د موبایلونو له کرېډېټ کارتونو لس سلنه مالیه اسلامي امارت ته راځي او دوی هڅه کوي، په دې برخه کې پوره شفافیت رامنځ ته کړي.

نوموړي زیاته کړې، دمګړی په هېواد کې د تلیفوني مکالماتو نرخونه لوړ دي چې په همدې موخه یې یو هیت ګومارلی دی او دوی به له مخابراتي شبکو سره تر خبرو اترو وروسته ددې نرخونو د ټيټولو لپاره کار کوي.

د اسلامي امارت ویاند ویلي، د مخابراتي سیستم پیاوړي کول او لا پراخول یې له مهمو کارونو دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د مخابراتو سرپرست وزیر هم د مخابراتي شرکتونو له استازو سره د مخابراتي سهولتونو د لا پراختیا او پیاوړتیا په اړه خبرې اترې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي