۰

د مخابراتو سرپرست وزیر د مخابراتي شرکتو له استازو سره غونده کړې

دوشنبه ۲۶ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۹
د مخابراتو وزارت او اترا ادارې سرپرست مولوي نجیب الله حقاني د مخابراتي شرکتو له استازو سره په غونډه کې د مخابراتي سکتور پر لا پیاوړتیا او ښو خدماتو وړاندې کولو غونډه کړې.
د مخابراتو سرپرست وزیر د مخابراتي شرکتو له استازو سره غونده کړې
د مخابراتو وزارت او اترا ادارې سرپرست مولوي نجیب الله حقاني د مخابراتي شرکتو له استازو سره په غونډه کې د مخابراتي سکتور پر لا پیاوړتیا او ښو خدماتو وړاندې کولو غونډه کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې غونده کې د مخابراتي سکټور د بهتر تنظیم، د خدماتو پراختیا، امنیتي او د مخابراتي اړیکو د خوندیتوب، د ټولنې انلاین اخلاقي مصوونیت، د سیمکارتونو د بهتره ثبت و راجستریشن او وېش او نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

د یاد وزرات سرپرست په خپلو خبرو کې ویلي، مخابراتي شرکتونه باید ټولې مخفي شمېرې یا پرایوېټ نمبرونه چې پخوا وېشل شوي سر له نن څخه بېرته عادلي حالت ته واړوي.

دغه راز ښاغلي حقاني ویلي، چې د خلکو اړیکې محرمې دي او هېڅوک په حقوقي موضوعاتو کې د خلکو د اړیکو د څارنې صلاحیت نه لري.

همدارنګه نوموړي لارښوونه کړې، چې مخابراتي شرکتونه باید د ټولنې د اخلاقي مصوونیت په موخه ټول غیر اخلاقي او مبتذل سایټونه په هېواد کې وتړي.

نوموړي زیاته کړې، که مخابراتي شرکتونه د خپلو دفترونو د امنیتي خوندیتوب په اړه هر وخت ستونزه احساس کړي، عاجل باید د مخابراتو وزارت او اترا ادارې رهبري خبره کړي، تر څو یې د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات واخیستل شي.

دغه راز ده ویلي، د وزارت او اترا ادارې رهبري هر وخت چمتو ده چې له مخابراتي شرکتونو سره د فرېکونسۍ، خدماتو رسولو، د سیمکارتونو د راجستریشن او نورو برخو کې مرسته وکړي او د دوی ستونزې له اورېدو وروسته حل کړي.

حقاني وايي، مخابراتي شرکتونه باید د امنیت په ټینګېدو سره د نوري فایبر شبکې بشپړولو او په واقعي ډول د ۴ جي خدماتو د پراختیا لپاره لاس په کار شي.

د یادونېد ه، په دې ناسته کې د شرکتونو د پانګونې د هڅونې ډاډ ورکړل شو او ټول شرکتونه د بیو کمولو، د مخابراتي پوښښ زیاتولو او پیاوړي کولو ته وهڅول شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي