دیبورا لاینز د قزاقستان له استازي سره کابل کې لیدلي دي

26 میزان 1400 ساعت 9:37

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر یا یوناما مشرې دیبورا لاینز د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي ارژن کازیخانوف سره لیدلي دي.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر یا یوناما مشرې دیبورا لاینز د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي ارژن کازیخانوف سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مېرمن لاینز او کازیخانوف لیدنه پرون یکشنبې د تلې ۲۵ مه کابل کې شوې او دواړو لورو د افغانستان په روان وضعیت خبرې کړې دي.

په دغه لیدنه کې د افغانستان سره په بشري او اقتصادي مرستو هم خبرې شوې او ټینګار شوي، چې په افغانستان کې باید د بشري ناورین د رامنځ ته کېدو مخینوی وشي.

د ملګرو ملتونو استازې مېرمن لاینز له قزاقستان څخه مننه کړې، چې دوی ته یې په آلماتا کې په موقت ډول دفتر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 143681

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143681/

جمهور
  https://www.jomhornews.com