۰

د کندهار د خونړي برید مسوولیت داعش ډلې اخیستی دی

شنبی ۲۴ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۴
د افغانستان په جنوب کندهار ولایت کې د لمانځه پر مهال د شوي خونړي برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.
د کندهار د خونړي برید مسوولیت داعش ډلې اخیستی دی
د افغانستان په جنوب کندهار ولایت کې د لمانځه پر مهال د شوي خونړي برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون جمعه د تلې ۲۳ مه د جمعې د لمانځه پر مهال د کندهار ښار په زړه د امام بارګاه په سیمه کې د اهل تشیع پر فاطمیه جومات برید وشو.

عیني شاهدان وايي، بریدګر درې تنه و، چې لومړی یې د جومات ساتونکي وژلي او وروسته جومات ته د ننه شوي او درې پرلپسې ځانګړي بریدونه یې کړي دي.

په دغه برید کې تر ۴۰ زیات لمونځ کوونکي وژل شوي او تر ۷۰ زیات ټپیان شوي دي.

د برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دي.

پر دغه برید د افغانستان اسلامي امارت، ملګرو ملتونو، امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو خواشني ښودلې او دا بریدونه یې په کلکه غندلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ په کندوز ولایت کې هم د اهل تشیع په جومات کې د لمانځه پر مهال ځانمرګی برید وشو، چې په کې ۵۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي