۰

د اسلامي امارت یو پلاوی ازبکستان ته ولاړ

شنبی ۲۴ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۵
د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا د دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو پلاوی ازبکستان ته ولاړ.
د اسلامي امارت یو پلاوی ازبکستان ته ولاړ
د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا د دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو پلاوی ازبکستان ته ولاړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اسلامي امارت پلاوی نن شنبې د لړم ۲۴ مه سهار مهال له کابله د دوشنبې په لوري وخوځېده.

د دغه پلاوی یو تن غړی مولوي انعام الله سمنګانيي وايي، په دغه رسمي سفر کې به له ازبکستان سره د دوه اړخیزو او سوداګریزو اړیکو تر څنګ پر اقتصاد، امنیت او ځینې نورو مسایلو هم خبرې وشي.

د یادونې ده، چې  په دغه پلاوي کې د روغتیا، اطلاعاتو او کلتور، برېښنا، لوړو زده کړو، افغانستان بانک، سوداګرۍ خونې، ترانسپورټ او ځينو نورو ادارو استازي شامل دي.

مولوي انعام الله سمنګاني زیاتوي، چې دا یوه ورځنی سفر دی او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په برخه کې مهم او اغېزناک ګڼل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي