۰

د المان ولسمشر: موږ په افغانستان کې خپلو جامع اهدافو ته ونه رسېدو

پنجشنبه ۲۲ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۹
د المان ولسمشر فرانک والټر اشټاین مایر وايي، هېواد یې په افغانستان کې خپلو جامع اهدافو ته ونه رسېده، خو په وینا یې د الماني ځواکونو ماموریت بریالی وو.
د المان ولسمشر: موږ په افغانستان کې خپلو جامع اهدافو ته ونه رسېدو
د المان ولسمشر فرانک والټر اشټاین مایر وايي، هېواد یې په افغانستان کې خپلو جامع اهدافو ته ونه رسېده، خو په وینا یې د الماني ځواکونو ماموریت بریالی وو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مایر دغه څرګندونې پرون په هغه مراسمو کې وکړې، چې په افغانستان کې یې د خپلو سرتېرو د ماموریت د پای ته رسېدو په اړه نیولي وو.

په دغه مراسمو کې د جرمني لومړۍ وزیر انګلامېرکل او د دفاع وزیر کارنباور کرمپ هم ګډون درلود او په دې مراسمو سره یې په افغانستان کې د الماني سرتېرو د ماموریت پای ته رسېدل په رسمي ډول پای ته ورساوه.

نوموړي په دې مراسمو کې دې ته په اشارې چې ځینې د کابل د سقوط په برخه کې المان هم تر پوښتنې لاندې راولي و ویل، چې په افغانستان کې د دوی ماموریت یو پر ځای ګام وو.

اشټن مایر زیاته کړه، چې دوی په افغانستان کې خپل نظامي اهدافو ته ورسېدل او دا د هغه کسانو ماتې وه، چې ۲۰ کاله وړاندې یې د المان پر متحدو د افغانستان د خاوې څخه وحشتناک ترهګریز بریدونه کړي وو.

خو په وینا یې هغه جامع اهداف چې په افغانستان کې د یوه باثباته دولت جوړول و المان او ملګري یې ونه رسېدل.
 
باید وویل شي، چې په دغه مراسمو کې د هغو ۵۹ الماني سرتېرو قبرونو ته هم د ګلو ګډۍ کېښودل شوې، چې په افغانستان کې وژل شوي وو.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي