۰
د فرانسې او تاجکستان د ولسمشرانو لیدنه:

مکرون امام علي رحمان ته ژمنه ورکړې، چې د طالبانو پر وړاندې یې تر څنګ ولاړ دی

پنجشنبه ۲۲ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۱
د فرانسې ولسمشر امانول مکرون د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د نورو مسایلو تر څنګ پر افغانستان هم خبرې کړې دي.
مکرون امام علي رحمان ته ژمنه ورکړې، چې د طالبانو پر وړاندې یې تر څنګ ولاړ دی
د فرانسې ولسمشر امانول مکرون د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د نورو مسایلو تر څنګ پر افغانستان هم خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امام علي رحمان پرون د تلې ۲۱ مه پاریس ته تللی او د الیزه په ماڼۍ کې یې د مکرون سره لیدلي او د افغانستان په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.

دواړو مشرانو تر لیدنې وروسته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې د دغه لیدنې په اړه توضیحات ورکړل او له ترهګرۍ سره یې پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ.

د فرانسې ولسمشر امانول مکرون ویلي، چې تاجکستان له افغانستان سره اوږده ګډه پوله لري نو ځکه دوی له دغه هېواد سره ګډې اندېښنې لري.

نوموړي زیاته کړې، چې دی به له امام علي رحمان سره په دې اړه چې فرانسه څنګه کولی شي د افغانستان په ثبات کې د تاجکستان سره مرسته وکړي، خبرې اترې وکړي.

د فرانسې ولسمشر د تاجکستان ولسمشر ته ډاډ ورکړی، چې د طالبانو د قدرت نیونې د عواقبو په برخه کې به له دوشنبې سره مرسته وکړي.

مکرون ټینګار کړی، چې نه باید له ترهګرو ډلو او هغه ارزښتونو سره چې د ده په وینا دوی ترې دفاع کوي په ځانګړي ډول د ښځو حقوق معامله پرې وشي.

په ورته وخت کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په اروپا کې فرانسه د خپل هېواد یو باوري ملګری وباله، خو په دې اړه یې نور توضیحات نه دي ورکړي.

د یادونې ده، چې فرانسه او تاجکستان له دغه دوه هېوادونو څخه دي، چې د طالبانو له حکومت سره یې خپل مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي، چې په کابل کې نوی حکومت ټولشموله نه دی او دوی یې په رسمیت نه پېژني.

د تاجکستان ولسمشر واک ته د طالبانو له رسېدو څو ورځې وروسته د طالبانو پر حکومت سختې نیوکې وکړې، چې په وینا یې دا ټول شموله نه دی او تاجک قوم یې ترې محروم کړی دی.

امام علي رحمان ټینګار کړی و، چې د افغانستان د سیاسي او امنیتي ستونزو د حل لپاره باید ټاکنې وشي او د ټولو قومونو په ګډون یو پراخ بنسټه حکومت رامنځ ته شي.

خو د امام علي رحمان دغه څرګندونو د افغانستان د اسلامي امارت غبرګون هم راوپاراوه او د هغه څرګندونې یې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره مداخله وبلله.

د افغانستان اسلامي امارت ټینګارو کړ، چې دوی له هېڅ هېواد سره دښمني نه لري، بلکې ښې اړیکې ورسره غواړي، خو خبرداری یې ورکړ، چې که څوک یې په کورنیو چارو کې مداخله وکړي، پرېکنده ځواب به ورکړي.

د اسلامي امارت او تاجکستان تر منځ دا ناندرۍ تر دې حده ورسېدې، چې د روسیې اندېښنې یې هم راوپارولې او پر دواړو لورو یې غږ وکړ، چې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

د راپورونو پر اساس دا ناندرۍ ان تر دې راورسېدې، چې دواړو لورو پولې ته د ځواکونو د لېږلو امر وکړ او د جګړې لپاره یې چمتوالی نیوه.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي