د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او ورسره پلاوي د قطر پلازمېنه دوحه کې د اروپايي ټولنې او امریکا له سفیرانو سره په یوه ګډه غونډه کې لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه لیدنه کې چې پرون سه شنبې د تلې ۲۰ مه شوې ښاغلي مقتي ویلي، چې نړیوال باید پر طالبانو د فشار راوړلو پر ځای همکاري ورسره وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو پر حکومت فشارونه بې پایلې دي او په کار ده، چې اوس یې له حکومت سره همکاري وشي.
ځکه د ښاغلي متقي په وینا په افغانستان کې کمزوری حکومت نړۍ ته هم په ګټه نه دی.
اسلامي امارت په یوه اعلامیه کې ویلي، په دغه غونډه کې د افغانستان پر اوسني وضعیت، له نورو هېوادونو سره پر اړیکو، د افغانستان په اقتصادي ستونزو، بشري مرستو، نیمګړو اقتصادي پروژو پر بیا پیل او بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرې اترې وشوې.
ښاغلي متقي دا هم ويلي، د طالبانو اولیت په افغانستان کې د نیم میلیون مامورینو د تیرو میاشتو د معاشاتو اجرا کول او د نویو اقتصادي پروژوبیا پیل کول دي.
نوموړي په دې اړه د نړیوالو نه غوښتنه کړې چې روان بندیزونه ختم کړي، بانکونه باید عادي فعالیت پیل کړي تر څو خیریه بنسټونه موسسات او حکومت د خپلو منابعو او یا د نړیوالو د مالي مرستو له لارې خپلو مامورینو ته معاشات ورسوي.
ويل شوي، چې په دې غونډه کې د امريکا متحده ايالاتو او اروپايي ټولنې سفیرانو له افغانستان سره د عاجلو بشري مرستو په دوام له ټينګار سره، په دې اړه ځینې انديښې شريکې کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل