۰

جرمني: افغانستان باید ملي او اقتصادي پاشلتیا ته پرېنښودل شي

چهارشنبه ۲۱ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۷
د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې افغانستان باید ملي او اقتصادي پاشلتیا ته پرېنښودل شي.
جرمني: افغانستان باید ملي او اقتصادي پاشلتیا ته پرېنښودل شي
د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې افغانستان باید ملي او اقتصادي پاشلتیا ته پرېنښودل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبرله مخې مېرمن مېرکل دغه څرګندونې پرون سه شنبې د تلې ۲۰ مه د جي ۲۰ هېوادونو په انلاین سرمشریزه کې د وینا پر مهال کړې دي.

نوموړې نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی، چې پرېنږدي افغانستان د ګډوډۍ ښکار شي، ځکه په وینا یې د دغه هېواد له اقتصادي پاشلتیا هېڅ نه شي تر لاسه کېدای.

مېرمن مېرکل و ویل «که په افغانستان کې مالي سیستم وپاشل شي او یا اقتصادي سیستم سقوط وکړي، په موږ کې به هېڅوک ګټه ونه کړي.»

هغې اندېښنه وښوده چې ۴۰ میلیونه افغانان له ناورین سره مخامخ دي ځکه چې برېښنا او مالي سیستم له لاسه ورکوي خو داسې باید ونه شي او دا باید د نړیوالې ټولنې هدف نه وي.

د جرمنې لومړی وزیرې پر طالبانو ږغ وکړ چې د ملګروملتو ټولو ادارو ته اجازه ورکړي چې خلکو ته مرستې ورسوي او همداراز طالبان باید د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

د یادونې ده، چې د مېرمن میرکل څرګندونې د ایټالیا لومړي وزیر ماریو دراګي هم تایید کړې او ټینګار یې وکړ، چې نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره په تماس کې وي، خو د دې معنا به د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل نه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي