۰

دوه نیم زره افغانان له جرمني امریکا ته لېږدول شوي دي

چهارشنبه ۲۱ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۲۳
راپورونه وايي، د هغه افغانانو له ډلې چې د افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو سره سم جرمني ته لېږدول شوي دوه نیم زره یې امریکا ته رسېدلي دي.
دوه نیم زره افغانان له جرمني امریکا ته لېږدول شوي دي
راپورونه وايي، د هغه افغانانو له ډلې چې د افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو سره سم جرمني ته لېږدول شوي دوه نیم زره یې امریکا ته رسېدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه دوه نیم زره افغانان د جرمني له مشتین پوځي اډې څخه په ۹ الوتکو کې امریکا ته لېږدول شوي دي.

د یادې پوځي اډې یوه ویاند ویلي، لا هم په دغه اډه کې شپږ زره نور افغانان مېشت دي، چې تمه ده امریکا ته انتقال کړل شي.

د یادونې ده، چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم لسګونه زره افغانان هم بهرنیو ځواکونو ورسره بوتلل چې ګڼ شمېر یې په یو شمېر هېوادونو کې مېشت شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي