۰

غزیزي بانک: ټولې څانګې مو د کار لپاره چمتو دي

سی شنبه ۲۰ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۱۱
 عزیزي بانک په یوه خبرپاڼه کې خپلو ټولو ګډونوالو ته اعلان کړی چې د دوی ټولې څانګې د کار لپاره چمتو دي.
غزیزي بانک: ټولې څانګې مو د کار لپاره چمتو دي
 عزیزي بانک په یوه خبرپاڼه کې خپلو ټولو ګډونوالو ته اعلان کړی چې د دوی ټولې څانګې د کار لپاره چمتو دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه بانک نن سه شنبې د تلې ۲۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، هر څوک چې عزیزي بانک کې خپلې پیسې لري او غواړي، چې تر لاسه او یا یې هم بل چا ته واستوي په اسانۍ سره کولی شي دغه چاره تر سره کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي، پخوا به د دې بانک ټول ګډونوال د پیسو د ترلاسه کولو لپاره مرکزي دفتر تلل، خو اوس دغه چاره اسانه شوې او ټولې نماینده ګانې کولی شي خلکو ته خدمتونه وړاندې کړې.

خبرپاڼه وايي، د نوي نظام په راتګ سره ټول کابل میشتي په ځانګړي ډول مېرمنو ته به د کابل ښار په څو برخو کې نوې نماینده ګۍ پرانېستل شي.

دا بانک داسې مهال دا اعلان کوي چې له دې وړانډې خلکو نه یوازې له دې بانکه بلکې له نورو بانکونو څخه هم خپلې پیسې په ورځو ورځو نه شي ترلاسه کولی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي