۰

ایران د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

سی شنبه ۲۰ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۴
ایراني چارواکي وايي، ډېر ژر به د افغانستان په اړه د دغه هېواد د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونده جوړه شي.
ایران د افغانستان په اړه غونډه جوړوي
ایراني چارواکي وايي، ډېر ژر به د افغانستان په اړه د دغه هېواد د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونده جوړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړ پوړي دیپلومات رسول موسوي ویلي، د غونډې کوربه به تهران وي، خو کره نېټه یې نه ده په ګوته کړې.

موسوي زیاته کړې، چې د افغانستان ګاونډيان به د افغانستان په اړه د فعال ديپلوماتيک رول له لوبولو سره د دغه هېواد قضيه کې فعاله ونډه ولوبوي.

سرچينې په دې اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي مسکو به هم په راتلونکې کې د افغانستان په اړه یوه غونده جوړه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي