۰

د نړۍ د مسلمانانو د علماوو ټولنې د اسلامي امارت سره د همکارۍ اعلان وکړ

سی شنبه ۲۰ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۴
 د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د نړۍ د مسلمانانو د علماوو ټولنې د اسلامي امارت سره د همکارۍ اعلان وکړ.
د نړۍ د مسلمانانو د علماوو ټولنې د اسلامي امارت سره د همکارۍ اعلان وکړ
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د نړۍ د مسلمانانو د علماوو ټولنې د اسلامي امارت سره د همکارۍ اعلان وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې ټولنې له طالبانو د ملاتړ او همکارۍ اعلان په دوحه کې د طالبانو له پلاوی سره په لیدنه کې کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وایي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي امیرخان متقي پرون دوشنبې د تلې ۱۹ مه دوحه کې د نړۍ د مسلمانانو د علماوو ټولنې له عمومي منشي دکتور علي القره داغي او د دغه ټولنې د غړو شيخ عبد الرحمن بن عبد الله آل محمود،  د قطر هيواد د محاكمو مخكنى مشر، دکتور محمد بن سالم اليافعي د اتحاد د قطر څانګې مسئول او مل پلاوي سره وکتل.

سرچینه وايي، په ناسته کې علماوو د نړيوالې ټولنې د اتحاد په استازولۍ له اسلامي امارت څخه د خپل ملاتړ او ور سره همکارۍ هوډ تکرار کړ.

ښاغلي متقي، د علماوو له همکارۍ او ملاتړ څخه مننه کړې او په ټولنو کې د عالمانو ارزښت لارښوونو او ضرورت ته په اشارې سره ویلي، اسلامي امارت علماوو ته په ډير اهميت قائل دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په ناسته کې د اړونده موضوعاتو په اړه بحث او په راتلونکي کې د ورته ناستو په اړه خبرې وشوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي