۱

د جي ۲۰ هېوادونو مشران نن په افغانستان غونډه کوي

سی شنبه ۲۰ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۶
ټاکل شوې چې د جي ۲۰ یا د نړۍ د شلو شتمنو هېوادونو مشران نن دوشنبې د تلې ۲۰ مه د افغانستان په اړه غونډه وکړي.
د جي ۲۰ هېوادونو مشران نن په افغانستان غونډه کوي
ټاکل شوې چې د جي ۲۰ یا د نړۍ د شلو شتمنو هېوادونو مشران نن دوشنبې د تلې ۲۰ مه د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غونډې کوربه ایټالیا ده، چې مشري به یې د دغه هېواد لومړی وزیر ماریو دراګي کوي.

دغه غونده د هغه ناورین د ځوابولو لپاره بلل شوې چې افغانستان اوس مهال ورسره مخ دی.

دراګي وايي، په دغه غونډه کې ټول غړي هېوادونه باید په افغانستان کې د ناورین مخنیوي لپاره خپل ګډ هدفونه وړاندې کړي.

هغه ویلي«تر ټولو مخکې باید عاجل بشري اړتیاو باندې تمرکز وشي،هغه څه چې ما اورېدلي، په افغانستان کې بشري ناورین دی، ځکه چې دا هېواد هېڅ نړیوال ملاتړ نه لري.»

نوموړي زیاته کړې، ځینې هېوادونه ممکن یو څه مرسته وکړي خو په وینا یې ناورین پېښېږي او دا د بډایه هېوادونو مسؤلیت دی چې له قید او شرط پرته مرستې ته دوام ورکړي.

دی وايي، د غونډې په درشل کې یې د روسیې او چین د ولسمشرانو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو مشرانو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.

د ایټالیا لومړي وزیر ټینګار کړي، چې نړیواله ټولنه باید یوه ګډه ستراتیژي پلې کړي، څو د افغانستان د کړکېچ د حل سربیره دا هېواد د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل نه شي.

جي ۲۰ د امریکا ، بریتانیا، اروپایی ټولنې، چین، فرانسې، جرمني، ایټالیا، هند، کاناډا، ارجنټاین، اسټرالیا، برازیل، سویلي کوریا، جاپان، سعودي عربستان، مکسیکو ، سویلي افریقا، ترکیې او اندونیزیا څخه جوړ دی.

د جي ۲۰ سرمشریزه داسې مهال پر افغانستان جوړېږي، چې ملګرو ملتونو، د خوړو نړیوال پروګرام، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق او د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي