۰

مُعیذ دُراید افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې مسوول ټاکل شوی

سی شنبه ۲۰ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۹
مُعیذ دُراید چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې نوي مسوول ټاکل شوی وايي، د افغان مېرمنو د غږونو د اورېدو او ملاتړ لپاره یې خپل کار پيل کړ.
مُعیذ دُراید افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې مسوول ټاکل شوی
مُعیذ دُراید چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې نوي مسوول ټاکل شوی وايي، د افغان مېرمنو د غږونو د اورېدو او ملاتړ لپاره یې خپل کار پيل کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مُعیذ دُراید پرون دوشنبې د تلې ۱۹ مه په خپل ټوېټر خبر ورکړی چې تازه د ملګرو ملتونو له خوا په افغانستان کې د دې سازمان د ښځو د برخې مسوول ټاکل شوی.

سره له دي چې ښاغلي معیذ د افغان مېرمنو د ملاتړ ډاډ ورکړی خو ګڼو فعالانو د یوې ښځې پر ځای د هغه په ټاکنه باندې نیوکه کړې ده.

نوموړی پر داسې مهال ټاکل کېږي، چې تازه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش په یوه ټوېټ کې ویلي چې د افغان مېرمنو او نجونو په سختۍ ګټل شوې لاسته راوړنې باید خوندي او حقونه یې تامین شي.

ښاغلي ګوترېش دا ټینګار هم کړی چې له افغان مېرمنو پرته به د افغانستان اقتصاد او ټولنه هېڅکله بیا په خپلو پښو ونه دریږي.

نوموړي دې ته په اشارې چې له ۲۰۰۱ څخه، هېڅ نجلۍ ښوونځي ته نه تله اوس ۳ ملیونه نجونې ښوونځیو ته تلې، وویل «د ژمنو ماتېدا د افغان نجونو او ښځو ارمانونه ماتوي.»

دی وايي، له طالبانو په کلکه غواړي، چې له ښځو او نجونو سره پر خپلو ژمنو ودرېږي او د نړیوالو بشري حقونو او بشردوستانه قانون پر اساس خپل مسوولیتونه عملي کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار وکړ، چې له دې مسلې به لاس وانخلي او دوی هره ورځ له طالبانو سره په دې اړه خبرې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي