۰
ډبلیو اېف پي:

۱۴ میلیونه افغانان خواړه نه لري دوه میلیونه یې ماشومان دي

دوشنبه ۱۹ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۹
۱۴ میلیونه افغانان خواړه نه لري دوه میلیونه یې ماشومان دي
په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان مشره ماري ایلن مک ګروارتي وايي، په دغه هېواد کې تر ۱۴ میلیونه زیات افغانان خواړه نه لري، چې دوه میلیونه یې ماشومان دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن ګروارتی پرون یکشنبې د تلې ۱۸ مه کندهار ته د خپل سفر پر مهال اندېښنه څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه مخ په لوړېدو ده.

هغې ویلي، چې دا مهال په افغانستان کې د دوه میلیونه ماشومانو په ګډون ۱۴ میلوینه کسان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او لا هم دغه شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي.

نوموړې ټینګار کړی، چې افغانستان تربل هر وخت د بشري بحران د مخینوي لپاره مرستو او لاسنوي ته اړتیا لري.

مېرمن ګروارتي ټینګار کړي، چې دوی له نورو بشر دوستانه بنسټونو سره په ګډه په دې هېواد کې د جګړو او وچکالۍ له امله د رامنځته شوي دغه وضعیت د مخنیوي لپاره کار ته دوام ورکوي.

د یادونې ده، چې مېرمن مک ګروارتي کندهار کې د بشري مرستو د وېش له بهيره هم ليدنه وکړه او له اړمنو کورنیو سره یې د دغه مرستو د بهیر د دوام ژمنه وکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي