۰

جنرال کرسټال: افغانستان کې د امریکا د ماتې په اړه باید څېړنه وشي

دوشنبه ۱۹ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۰
په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو یوه پخواني عمومي قوماندان جنرال مک کرسټال د امریکا د ماتې په اړه د پلټنو غوښتنه کړې ده.
جنرال کرسټال: افغانستان کې د امریکا د ماتې په اړه باید څېړنه وشي
په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو یوه پخواني عمومي قوماندان جنرال مک کرسټال د امریکا د ماتې په اړه د پلټنو غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه مطرح امریکايي قوماندان په افغانستان کې د امریکا د ماموریت پایله ماتې کړې او وايي، د دې ماتې لاملونه باید وڅېړل شي.

نوموړي، له اکونوميک مجلې سره په تازه مرکه کې ویلي« موږ به افغانستان کې کافي ښه کارونه ترسره کړل، ښه پرمختګونه منځته راغلل، خو بالاخره موږ ماتې وخوړه.»

جنرال کرسټل منلې چې امریکا په افغانستان کې ماته خوړې، خو ټینګار یې وکړ، چې د دې ماتې په اړه باید پلټنې وشي او د امریکا ملت او ټولو ته باید دغه موضوع روښانه کړل شي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې یو شمېر نورو امریکايي لوړ پوړو چارواکو او ان مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم تایید کړه، چې امریکا په افغانستان کې ماتې وخوړه او دا هر څه د اوسنی ولسمشر جوبایډن د ناسم مدیریت له امله وو.

ټرمپ او پمپیو خو لا دا هم ویلي و، چې د بایډن کمزروي مدیریت او له افغانستان په دې ډول وتلو په نړۍ کې د امریکا حیثیت صفر کړ او اوس څوک له امریکا وېره نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي