د امریکا حکومت په کابل کې خپلو اتباعو ته په سرینا هوټل کې د امنیتي ګواښ په اړه خبرداری ورکړی دی.
د جمهور آژنس د خبر له مخې د امریکا حکومت له خپلو اتباعو غوښتي، چې د امنیتي ګواښونو له امله ژر د دغه هوټل له محیط او شاوخوا څخه ووځي.
امریکايي حکومت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، چې څه ډول امنیتي ګواښ او د چا له خوا.
دوی دا خبرداری پر داسې مهال ورکوي، چې ویل کېږي، له افغانستان څخه د بهرنيو اتباعو او افغان همکارانو د تخلیې لپاره له دغه هوټل څخه ګټه اخلي.
جمهورخبري آژانس:کابل