۰

یونیسف: د افغانستان د روغتیايي سکتور د زوال مخینوی باید وشي

یکشنبه ۱۸ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۹
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف یو مشر جورج لاریا ادجی وايي، د افغانستان د روغتیايي سکټور د زوال د مخنیوي لپاره باید جدي اقدام وشي.
یونیسف: د افغانستان د روغتیايي سکتور د زوال مخینوی باید وشي
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف یو مشر جورج لاریا ادجی وايي، د افغانستان د روغتیايي سکټور د زوال د مخنیوي لپاره باید جدي اقدام وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جنوبي اسیا لپاره د یونیسف سیمه ییز مشر جورج لاریا ادجی په کابل کې د اندراګاندي روغتون کې د ناروغو میندو او ماشومانو حالت له نېږدې کتلی دی.

نوموړي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، د افغانستان د روغتیايي سکټور د زوال د مخنیوي لپاره باید جدي اقدام وشي.

هغه زیاته کړې«زه ټول شریکان رابولم، څو لاسونه سره ورکړي او دا یقیني کړي چې په ګډه په افغانستان کې د روغتیايي سکټور د زوال مخه نیسي، دا درنه بیه ده چې ښايي له کبله یې زیات ماشومان ومري.»

دا په داسې حال کې ده، چې د روغتیا نړیوال سازمان میاشت مخکې راپور ورکړی و چې له ۲،۰۰۰ زیات کلینیکونه او صحي مرکزونه پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته تړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي