د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف یو مشر جورج لاریا ادجی وايي، د افغانستان د روغتیايي سکټور د زوال د مخنیوي لپاره باید جدي اقدام وشي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جنوبي اسیا لپاره د یونیسف سیمه ییز مشر جورج لاریا ادجی په کابل کې د اندراګاندي روغتون کې د ناروغو میندو او ماشومانو حالت له نېږدې کتلی دی.
نوموړي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، د افغانستان د روغتیايي سکټور د زوال د مخنیوي لپاره باید جدي اقدام وشي.
هغه زیاته کړې«زه ټول شریکان رابولم، څو لاسونه سره ورکړي او دا یقیني کړي چې په ګډه په افغانستان کې د روغتیايي سکټور د زوال مخه نیسي، دا درنه بیه ده چې ښايي له کبله یې زیات ماشومان ومري.»
دا په داسې حال کې ده، چې د روغتیا نړیوال سازمان میاشت مخکې راپور ورکړی و چې له ۲،۰۰۰ زیات کلینیکونه او صحي مرکزونه پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته تړل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل