۰

طالبان: ټول ګډونه حکومت غواړو نه انتخابي حکومت

شنبی ۱۷ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۳۹
ملګرو ملتونو ته د افغانستان د اسلامي امارت له خوا ورمعرفي شوی استازی سهیل شاهین وايي، طالبان ټول ګډونه حکومت غواړي نه انتخابي حکومت.
طالبان: ټول ګډونه حکومت غواړو نه انتخابي حکومت
ملګرو ملتونو ته د افغانستان د اسلامي امارت له خوا ورمعرفي شوی استازی سهیل شاهین وايي، طالبان ټول ګډونه حکومت غواړي نه انتخابي حکومت.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي شاهین نن شنبې د تلې ۱۷ مه له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي، چې طالبان چمتو دي، چې به کابینه کې مېرمنو ته هم ځای ورکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دوی حکومت ټول ګډونه دی، قومي اقلیتونه په کې شته او ښځو ته به هم په راتلونکې کې په کابینه کې ځای ورکړي.

ښاغلي شاهین ویلي«اسلامي امارت ټول شموله حکومت ته چمتو دي، خو انتخابي دولت نه غواړي.»

که څه هم نوموړي دا خبره نه ده واضح کړې، خو له انتخابي یې هدف دا دی، چې دوی د بهرنیانو په فرمایش چا ته په کابینه کې ځای نه شي ورکولی.

ځینې شنوونکي وايي، له ټول شموله څخه د ځینو هېوادونو او نړیوالو هدف دا دی، چې طالبان باید د دوی په خوښه حکومت جوړ کړي او د دوی روزل شوي کسان هم باید په کابینه کې ځای ولري.

خو طالبان دا کار د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه بولي او وايي هېڅکه به د بهرنیو یا کوم هېواد په خوښه کابینه جوړه نه کړي.

جمهورخبري اژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي