۰

د طالبانو یو پلاوی دوحې ته تللی، موخه یې د نړیوالو د ملاتړ راجبلول دي

شنبی ۱۷ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۶
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی د قطر پلازمېنې دوحې تللی دی.
د طالبانو یو پلاوی دوحې ته تللی، موخه یې د نړیوالو د ملاتړ راجبلول دي
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی د قطر پلازمېنې دوحې تللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، دغه پلاوی به د قطري چارواکو په ملتیا د نړۍ د ګڼو هېوادونو له استازو سره جلا جلا ناستې وکړي.

په دغه پلاوي کې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر مولوي خیرالله خیرخوا، د ملي امنیت ادارې مشر عبدالحق وثیق، د طالبانو د رهبرۍ شورا غړی مولوي شهاب الدین دلاور او ځینې نور غړي ګډون لري.

دوحې ته د طالب پلاوي د سفر موخه دا ده، تر څو هڅه وکړي، د نړیوالو د ملاتړ جلبولو لپاره ګړندي ګامونه واخلي.

دا واک ته تر رسېدو وروسته د طالبانو د مشرتابه لومړنی سفر دی چې بهر ته یې کوي.

که څه هم تر اوسه د دغه سفر هدف جزیات نه دي په ډاګه شوي خو ښايي د پلاوی یوه هڅه د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو موضوع وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي