پولټیکو امریکایي نشریې په یوه مطلب کې ویلي، امریکا لا هم د افغانستان د څارلو لپاره د ځای ځایګي پلټلو په لټه کې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نشریې زیاته کړې، د امریکا دفاع وزیر لوید آشټن د سنا یوې سري جلسې ته د خبرو پر مهال ویلي، لا یې هم د افغانستان له څارلو لاس نه دی اخیستی.
د امریکا دفاع وزیر سناتورانو ته زیاته کړې، دوی اوس هم سخته هڅه کوي چې د ځان لپاره ځای ځایګی پيدا کړي.
د اشټن په خبره د دې احتمال شته چې د افغانستان د څارلو لپاره د مرکزي اسیا په هېوادونو کې یوه پوځي اډه جوړه کړل شي.
نوموړي زیته کړې، دوی تر ډېره غواړي په تاجکستان، ترکمنستان یا ازبکستان کې دغه اډه جوړه کړي.
د یادونې ده، تر دې وړاندې داسې راپورونه وو، چې امریکا ښایي په تاجکستان کې د روسیې له یوې نظامي اډې کار واخلي او اسټین د دې کار د ترسره کېدو احتمال هم نه دی رد کړی.
د امریکا دفاع وزیر امریکایي استازو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان په اړه دې اندېښنه نه کوي، ځکه دوی هر څه له نږدې څاري.
جمهورخبري آژانس:کابل