د تاجکستان او پاکستان مشران پر افغانستان غږېدلي دي

11 میزان 1400 ساعت 8:36

راپورونه وايي، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د ازبکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د افغانستان په تړاو خبرې اترې کړې دي.


راپورونه وايي، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د ازبکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د افغانستان په تړاو خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، خان په دغه تلېفوني مکالمه کې له امام علي رحمان نه غوښتي، چې په افغانستان کې د ملي پخلاینې لپاره کار وکړي.

سرچینې زیاتوي، عمران خان ټینګار کړی، چې افغانستان اقتصادي همکاریو او بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او تاجکستان ته په کار ده چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

خان دا هم ویلي، افغانستان ته له اوږدو کلونو وروسته نسبي سوله راغلې ده چې د سیمې د هېوادونو په همکارۍ کېدای شي دغه سوله او ثبات دایمي شي.

د تاجکستان ولسمشر ویلي چې دوی له نړیوال نظم او ثبات سره همکاري کوي.

د پاکستان او تاجکستان مشران پر داسې مهال خبرې کوي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان د اسلامي امارت او تاجکستان تر منځ اړیکې یو څه کړکېچنې شوې دي.

دا اړیکې وروسته له هغې کړکېچنې شوې، چې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان څو ځلې په افغانستان کې د قومي تناسب پر بنسټ د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه، خو اسلامي امارت یې دغه څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه وبلله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143185

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143185/

جمهور
  https://www.jomhornews.com