د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د افغانستان په تړاو په امریکايي پوځ په ځانګړې توګه د هغوی پر جنرالانو سختې نیوکې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، که دا بې کفایته جنرالان او د امریکا د پوځ مشران و، امریکا به نور هم په نړۍ کې سپکه کړي.
ټرمپ زیاته کړې، چې د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي د دې پر ځای چې په افغانستان او هلته د امریکايي ځواکونو پر وضعیت تمرکز کړی وای، په تلوېزیوني مرکو کې به ناست و او له ځانه یې تلوېزیوني ستوری جوړاوه.
نوموړي ویلي، داسې شهرت غوښتونکي جنرالان به امریکا نوره هم په نړیواله کچه بې عزته کړي.
د امریکا مخکني ولسمشر ټینګار کړي، چې په افغانستان کې د امریکایي پوځ د ناکامۍ او د دیارلسو امریکایي سرتېرو د وژلو اصلي مسوولین همدا بې کفایته جنرالان او د امریکايي پوځ مشران دي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم ټرمپ ویلي وو بایډن د ده پر جوړه شوې تګلاره عمل و نه کړ او امریکایي جنرالان د سرتېرو د وتلو ماموریت په منظمولو کې ناکام وو.
جمهورخبري آژانس:کابل