شمالي کوریا: د افغانستان د اوسني بحران مسووله امریکا ده

6 میزان 1400 ساعت 10:46

په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا استازی ګیم سونګ وايي، په افغانستان کې د اوسني روان بحران اصلي مسووله امریکا ده.


په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا استازی ګیم سونګ وايي، په افغانستان کې د اوسني روان بحران اصلي مسووله امریکا ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سونګ د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د وینا پر مهال ویلي، امریکا په افغانستان کې لسګونه زره انسانان و وژل او میلیونه افغانان یې مهاجرت ته اړ کړل.

د شمالي کوریا استازي ملګرو ملتونو ته په خاطب کې و ویل، نور د دې وخت رارسېدلی، چې دغه سازمان د پر کمزورو هېوادونو د زبرځواکونو هېوادونو د یرغل د مخنیوي لپاره یو قوي بنسټ رامنځ ته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 143018

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143018/

جمهور
  https://www.jomhornews.com