۰

د محمد اشرف غني د فسبوک پاڼه هک شوې، خپور شوی پیغام جعلي دی

دوشنبه ۵ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۳۶
 د افغانستان د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني رسمي فسبوک پاڼه هک شوې او ځینې مطالب ترې د طالبانو په پلوۍ خپرې شوي، چې جعلي دي.
د محمد اشرف غني د فسبوک پاڼه هک شوې، خپور شوی پیغام جعلي دی
د افغانستان د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني رسمي فسبوک پاڼه هک شوې او ځینې مطالب ترې د طالبانو په پلوۍ خپرې شوي، چې جعلي دي.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  د ښاغلي غني په رسمي فسبوک پاڼه یو ساعت وړاندې لیکل شوي، په نړۍ کې ځینې هېوادونه پخواني سفیران او استازي د خپلو موخو او په افغانستان کې د نوي بحران د رامنځ ته کولو لپاره هڅوي.
 
د ښاغلي غني پر فسبوک پاڼه لیکلي شوي، دا یو تریخ حقیقت دی چې موږ او زموږ پخوانۍ کابینه په افغانستان کې یوه سلنه واک هم نه لري.
 
خو په وینا یې لاهم په نړۍ کې ځینو هېوادونو پخواني سفیران او استازي د خپلو موخو او په هېواد کې د نوي بحران د رامنځته کولو لپاره هڅوي او نړیوالو غونډو ته یې رابلي، چې په دې ډول د هیڅ قانون له مخي دوی د افغان ولس او حاکم حکومت استازيتوب نه شي کولای.
 
وړاندې لیکل شوي، غلام محمد اسحاق زی نن ورځ په داسي حال کې د ملګرو ملتونو غونډي ته وینا کوي چې تر شا یې هېڅ حکومت او ولسي ملاتړ شتون نه لري.
 
پر دغه پاڼه زیاته شوې نړیوال د دې پر ځای چې د افغانستان د ملت څخه لري شي، باید د اوسني حکومت سره تعامل وکړي، د دوی سره مرستي وکړي، د افغان ولس کنګل شوې بودیجه ورکړي او په رسمیت یې وپېژني.
 
په دې څرګندونو کې دا هم ویل شوي، چې نړیوال باید درک کړي که سوکاله او امن افغانستان غواړي نو دې د دوستۍ لاس ورکړي؛ په دښمني یې تر خپل اغیز لاندي نه شي راوستلای لکه څرنګه چې په تېرو شلو کلونو کې ورته تجربه شول.
 
په دغه فسبوک پاڼه لیکل شوي، کېدای شي زما د نظریاتو سره زما ځیني دوستان موافق نه وي خو زه تاسي ته معلوم یم چې سپیني خبري کوم، نن چې ښاغلی اسحاق زی زما په نمایندګي یا د افغانستان په نمایندګي خبري کوي زه واقعاً د شرم احساس کوم.
 
خو تر دې خبر کابو یو ساعت وروسته د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په ټوېټر پاڼه راغلي« د ډاکټر محمد اشرف غني د فيسبوک رسمي پاڼه له پرون راهیسي هک شوې ده، د پاڼې د بيا ترلاسه کولو پورې لدغې پاڼې نشر شوي ټوله محتوا د اعتبار وړ نه ده.»
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي