۰
ټرمپ:

موږ غوښتل بګرام د چین په خاطر وساتو او پنځه نورې اډې له منځه یوسو

دوشنبه ۵ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۱
د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې د افغانستان په اړه ویلي، د دوی پلان دا و، چې بګرام پوځي اډه د چین په خاطر وساتي او نورې پنځه اډې په بمونو له منځه یوسي.
موږ غوښتل بګرام د چین په خاطر وساتو او پنځه نورې اډې له منځه یوسو
د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې د افغانستان په اړه ویلي، د دوی پلان دا و، چې بګرام پوځي اډه د چین په خاطر وساتي او نورې پنځه اډې په بمونو له منځه یوسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ دغه څرګندونې پرون سنا ته د خپل یوه نېږدې کس هرشل واکر د نوماندۍ په کمپاین کې کړې دي.

نوموړي له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو په تړاو د بایډن پر پرېکړه سخته نیوکه کړې او د هغه دغه کار یې یو وحشتناک ترین او بې کفایته ښودنه بللې ده.

ټرامپ ویلي«پلان دا و، چې موږ په افغانستان کې د امریکا پنځه پوځي اډې په بمونو له منځه یوسو او د بګرام اډه چین ته د نېږدېتوب په خاطر تر کلونو پورې وساتو.»

دغه پخواني ولسمشر زیاته کړې، چې دوی هلته (افغانستا) کې ډېرې لویې او ښکلې اډې درلودې، چې په میلیاردونو ډالرو لګښت جوړې شوې وې، خو یوه شپه پرته له دې چې څراغونه یې ګل کړو له هغه ځایه و وتلو.

ده ویلي«پوهېږۍ، هلته چې اوس زموږ ټولو پوځي تجهیزاتو ته ګورو او هلته یې چې په کنټرول کې لري، چین دی.»

ټرمپ ویلي، چې بایډن په افغانستان کې د امریکا د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پرېښي دي.

دوحه کې د طالبانو سره د تړون په اړه:

د امریکا مخکني ولسمشر دوحه کې له طالبانو سره تړون ته په اشارې وايي«ما عبدل( عبدالغني برارد) ته و ویل، چې که زموږ پر یوه سرتېري مو برید وکړ، داسې برید به درباندې وکړم، چې په یاد به یې ولرۍ، هغوی زموږ خبرې ته غوږ نیولو، په ۱۸ میاشتو کې یې زموږ یو سرتېري هم ونه واژه.»

دی له افغانستان د امریکا د وتلو په اړه وايي، پلان دا نه وو چې لومړی پوځیان ووځي او زموږ اتباع هلته پاتې شي.

نوموړي ویلي، د وتلو په وروستیو ورځو کې ۱۳ امریکايي سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړل او دا غلتو وتلو له امله وشوه.

ټرامپ دا هم ویلي، چې یو شمېر افغانان چې د امریکايي ځواکونو له خوا ایستل شوي ځینې یې د وتلو وړ نه و او امریکا ته به رسېدو یې جرمونه کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي