۰
اردوغان:

څو ټولشموله حکومت نه وي جوړ شوی د کابل هوایي ډګر مسوولیت نه اخلو

دوشنبه ۵ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۰۸
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، د کابل د نړیوال هوايي ډګر په اړه تر هر ډول موافقې مخکې باید په افغانستان کې ټولشموله حکومت جوړ شي.
څو ټولشموله حکومت نه وي جوړ شوی د کابل هوایي ډګر مسوولیت نه اخلو
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، د کابل د نړیوال هوايي ډګر په اړه تر هر ډول موافقې مخکې باید په افغانستان کې ټولشموله حکومت جوړ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اردوغان له سي اېن اېن سره په مرکه کې زیاته کړې، چې په افغانستان کې اوسنی حکومت ټولشموله نه دی او ټولې خوارې په کې شاملې نه دي.

نوموړي ویلي تر هغو پورې چې وضعیت په همدې ډول وي، تر هغو به ترکیه افغانستان کې حضور ونه لري، خو په وینا یې که حکومت ټول شموله شو نو دوی به هلته ولاړ شي.

اردوغان دا هم ویلي دوی هیله لري، چې افغان مېرمنې د ژوند په ټولو برخو کې په افغانستان کې فعالې وي او کله چې ژوند په هره برخه کې فعالې شوې ترکیه یې ملاتړ کولی شي.

د ترکیې ولسمشر دا څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې طالبان وایي، د دوی حکومت ټول شموله دی او هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې په کورنیو چارو کې یې لاسونه وکړي.

د طالبانو ځینې مطبوعاتي مسوولین وايي، ځینې هېوادونه او نړیوال له ترې غواړي، چې دوی خپل روزل شوي ځري او یا هم د پخواني حکومت فاسد چارواکو ته په کابینه کې ځای ورکړل، نو هله به ټول شموله وي.

خو د طالبانو په وینا دوی به هېڅکله هم دا کار ونه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي