۰

امیرخان متقي کابل کې د قزاقستان له سفیر سره کتلي

یکشنبه ۴ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۵۴
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي کابل کې د قزاقستان له سفیر عالم خان یسین ګیلدیېف سره لیدلي دي.
امیرخان متقي کابل کې د قزاقستان له سفیر سره کتلي
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي کابل کې د قزاقستان له سفیر عالم خان یسین ګیلدیېف سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه لیدنه نن یکشنبې د تلې ۴ مه غرمه مهال شوې ده.

سرچینه وايي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګرۍ ته په وده ورکولو ټینګار او ژمنه وشوه چی د تجارت په برخه کي به دوه اړخیزه همکاري زیاتوي.

کابل کې د قزاقستان سفیر د کابل په امنیت خوښي څرګنده کړه او افغانستان ته یې د بشري مرستو راوړلو خبر ورکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي